اجتماعي تصمیمونه په نړۍ کې د تمدن او کلتوري ژوند کې مهم رول لري، له پیل څخه تر نن ورځې پورې پرمختللي ملتونه د سوله ایز شعوري فکري ودې لپاره په ګډه تصمیمونه نیسي.
پښتانه هم د نورو قومونو په څېر یو لرغونی قوم دی چې ژبه، جغرافیه، کلتور، ولسي ادب، تاریخ او سیاست یې زرګونه کاله اوږد تاریخ لري.
هغه ملي مسائل او ستونزې چې جنجالي شي نو د حل لپاره یې يواځنۍ لار د جرګې راغوښتل دي.
په جرګه کې د خنډونو او ستونزو لپاره په ګډه یوه منصفانه او د عدل فیصله ترسره کېږي.
د امو له سیند څخه تر اباسین سیند پورې پښتون قوم په سپینو واورو پوښل شوې غرنۍ لیکه، د شنو میدانونو او معدني منابعو بډایه معتدله جغرافیه او ځمکه ده او له تېرو شپږ څلوېښتو کلونو راهیسې د اور او جګړو ډګر دی. د سیمې استعماري قوتونو د خپلو ګټو لپاره دغه پښتون خاوره د جګړې ډګر ګرځولی دی.
دا هغه خاوره ده چې د زرګونو کلونو راهیسې یو نالیکل شوی اساسي قانون د پښتونولۍ په دایره کې د خپل ټولنیز، سیاسي، فرهنکي او اقتصادي پرمختیایي نظام د چلولو لپاره په ګډه ژوند کوي.
د سپټمبر له یوولسمې وروسته د پښتون افغان پر خاوره داسې حالات رامنځته شول چې په دې خاوره کې یې هر څه له منځه یوړل شو.
پښتون ضد قومونو د تروریستانو پنامه پراخ عملیاتونه، هدفي وژني، تښتونې، جنسي تېری،بې عدالتۍ ، د کورونو لوټ مار، بمي چاودنې، مذهبي کرکې، د ښځینه و په زده کړو بندیز او د هغوی د حقوقو څخه سرغړونې په لر او بر کې د پښتنو سیاسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي چارې له منځه یوړې او نړۍ ته یې پښتانه ترهګر معرفي کړل.
که د پښتنو دود او دستور ته په دقیق ډول پاملرنه وشي نو په ډاډه زړه ویلی شو چې پښتانه د عدم تشدد د فلسفې بنسټ اېښودونکي او لاروي دي او خپل ټول مسائل په سوله ایزه توګه د جرګې له لارې حل کول غواړي.