که موږ د سیاست هره برخه په پام کې ونیسو، نو د اخلاقي معیارونو پرته تنظیم او پلي کیدی نشي.
د سیاست تحقق لپاره د خلکو د ارادې تمثیل او منلو ته اړتیا لري.
که څه هم رضایت هېڅکله په مطلق او سل په سلو کې نه شي تر لاسه کیدی، خو د پرېکړو د پلي کولو لپاره لږ تر لږه د اخلاقو درلودل اړین دي.
په هره ټولنه کې اخلاقي فضا د هغې ټولنې د تنفس فضا په توګه ګڼل کیدی شي، چې کیفیت یې په ټولنیز سیسټم کې د اړیکو د شبکې په څېر اغیز کوي.
هغه معیارونه چې د اړیکو د مانا او تفسیر لپاره په پام کې نیول شوي په ټولنیز فعالیت کې خورا مهم دي.
له همدې امله د اخلاقو او سیاست ترمنځ د اړیکو بحث د انسان د اجتماعي ژوند په څیر زوړ دی.
په حقيقت کې د يادې شوې اړيکې نسبي او د قناعت وړ همغږي تل د سياسي د ژوند په بېلابېلو څرګندونو او کړنو کې يوه ننګونه ګڼل کېږي.
د اخلاقي سیاست اړتیا د ټولنې او حکومت ترمنځ د پیوستون د اړتیا او په اصل کې په مدني او سیاسي کچه د ډله ایزو اړیکو د شبکو د ثبات د اړتیا په مانا ده.
په هرصورت، سیاست او اخلاق تل یو له بل سره نېږدې اړیکې لري نو د سياسي فکر پرمختګ هم د اخلاقي فلسفې د معیارونو په نظر کې نیولو سره د ولس په زړه کې ځای نیسي