د اقتصادي ثبات لپاره د سیاسي قوتونو یووالی او همکاري خورا مهمه ده.
ناامني، اداري فساد او بې عدالتي د ستونزو اصلي لاملونو څخه دي.
په ټوله نړۍ کې د مفسدینو د نیولو څخه د فساد مخنيوي ته ډېره پاملرنه کېږي.
هر حکومت خپلې نیمګړتیاوې او ستونزې لري، په نړۍ کې هېڅ حکومت په دې نه دی توانېدلی چې په بشپړ ډول د ټول ملت د ارادې تمثیل وکړي
په ټولنه کې د سیاسي، اجتماعي، فرهنګي او ادبي دود له مخې سالمه نیوکه چې د رحم د روحیې او د چارو د سمون او خیرخواهۍ پر بنسټ ولاړه وي د هر وګړي حق دی.
په انتقاد کې باید مثبت او منفي دواړه ټکي په نظر کې ونیول شي او یواځې منفي ټکي باید په پام کې ونه نیول شي.
سالمه نیوکه د ستونزو د بیانولو سربېره د وړاندیزونو سره هم کېدی شي.
په نیوکه کې باید ملي ګټې، ملي ارزښتونه، عدالت، انصاف او حقایقو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
نیوکه کوونکي باید د ټولنې له حالاتو خبر وي او شته واقعیتونه وګوري او د خپلې سیالې ډلې د چلند واقعیتونو ته پام وکړي.
سالمه نیوکه باید د منطق، استدلال، اسنادو او شواهدو په بنیاد وي.