انتقاد منلو وړتیا یو مهم مهارت دی چې زمونږ سره د ژوند او مسلک په پرمختګ کې مرسته کوي.
د نیوکې منل موږ سره مرسته کوي چې له خپلو غلطیو څخه زده کړه وکړو او د ستونزو لپاره غوره حل لارې ومومو.
که موږ وکړی شو انتقاد ته په سالم او مثبت ډول وګورو، نو له نورو سره به زمونږه اړیکې ښې او لا قوي او مضبوطې شي.
انتقاد کول خلک دې ته اړ باسي چې د ځان د دفاع په
ځای د ځان په ښه کولو ډېر تمرکز وکړي.
دا نه یواځې د شخصي ودې سره مرسته کوي بلکې په ځان باور هم زیاتوي ځکه چې سړی زده کوي چې هره نیوکه د ښه کېدو فرصت دی.
د نیوکې نه زغمل د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې ډېری وخت د قضاوت کېدو وېره او د نورو د منفي نظرونو په اړه اندېښنه په ګوته کوي.
ځینې وختونه ممکن په غیر شعوري ډول انتقاد سپکاوی کوونکې ژبه یا لهجه ولري چې په اروېدو سره به یې ستاسې احساساتي غبرګونونه ممکن شدید شي، د مخنیوي لپاره یوه ډېره ساده او مؤثره لاره دا ده چې د هر ډول عکس العمل څخه مخکې یو څو ژورې ساه واخلئ.
ساه اخیستل تاسې سره مرسته کوي چې خپل احساساتي حالت کنټرول او په آرام ذهن سره د انتقاد کوونکي خبرې په پوره دقت او ادب سره واورئ.
نو په کار ده چې د ښه ژوند او پرمختګ لپاره باید انتقاد پذیره اوسو چې د راتلونکي نسل لپاره مثبت پیغامونه او لارې چارې پرېږدو