انسانان ټول یو له بل سره توپیر لري، ځینې یې سپین، ځینې یې غنم رنګ او ځینې یې تور، ځینې لنډ، ځینې میانه او ځینې یې لوړ دي .
په اقتصادي لحاظ هم ځینې شتمن، ځینې مناسب ، ځینې غریب دي.
همداسې په اجتماعي لحاظ ځینې بخیل او ځینې سخاوتمند. ځینې په هر حالت کې شکر ګزار وي او ځینې یې حریص او لالچی وي، ځینې مؤمنان او ځینې کافران، ځینې نیک او پرهېزګاران، ځینې فاسق او بد اخلاقه دي.
د دومره توپیرونو سره سره په نړۍ کې ټول انسانان په یو کار کې موافق دي او هغه د سوکاله ژوند هیله مندي ده.
هر انسان د یو خوشحاله، با عزته، آرامه، د مینې او محبت نه ډک ژوند ارمانجن وي.
نو په کار ده چې د ښکلي ژوند د تېرولو لپاره په خپل کور، چم ګاونډ او کلي د خوشګواره فضأ د رامنځته کولو لپاره شپه او ورځ هلې ځلي وکړو
Posted in لنډې لیکنې