نن ورځ ډېر ماهرین په دې باور او عقیده دي چې د اړیکو مهارتونه د انسان بریالیتوب کې خورا مهم رول لوبوي.
د یوې سالمې او پایه دارې اړیکې لپاره درناوی او مینه لازمي ده.
مینه او درناوی د ټولو خلکو ترمنځ د ټولنیز کولو اساس متقابل احترام او مینه ده.
مطلب دا چې دواړه يو بل ته په درناوي او له يو بل سره د مينې په چلند مکلف دي.
ټول انسانان غواړي چې د نورو په نظر کې مهم او ارزښتناک وي، هرڅوک په خپله کوچنۍ نړۍ کې اړتیا لري چې د ځان او نورو لپاره ښه احساس ولري.
که غواړئ چې د نورو خلکو په زړونو کې ځای او مقام ولرئ نو د هغوی د احساساتو په قدر کولو سره د مینې او درنښت خوشګواره فضأ رامنځته کړئ
Posted in لنډې لیکنې