با استعداده مدیر په دې ښه پوهیږي چې د خپلو کارکوونکو سره د خبرو کولو په مهال باید د هغه د خبرو بڼه له درناوي سره مله وي او د بیان په غږ کې باید هېڅ ډول سپکاوی او ملنډې نه وي.
کله چې ستاسو او د همکارانو ترمنځ خبرې اترې کیږي، هڅه وکړئ لږې خبرې وکړئ او په لنډ وخت کې خپله اراده په روښانه توګه بیان کړئ.
د همکارانو سره د خبرو کولو په وخت کې خپل غږ د ښو الفاظو په استعمال سره عادت وساتئ، تر څو چې ستاسې عزت او د کارمند عزت نفس په خپل ځای با وقاره پاتي کېدو سره د یوې ښې،مثبتې او پرمختللې ادارې لرونکي اوسو
Posted in لنډې لیکنې