د بریا لپاره له دوو شیانو سره مینه اړینه ده، یو منزل دی او بل هغه رهبر دی چې منزل ته دې رسوي، یعنی استاد. د نړۍ د ټولو هنرمندانو مهارت ته سلام، خو هغه هنرمند لوی دی چې نور داسې هنرمندان پیدا کړي چې هنر یې ژوندی وساتي. داسې هنرمند ته ښوونکی ویل کیږي. ښوونکی هغه ډبره ده چې په بنسټ کې ایښودل شوی، چې ودانۍ یې ولاړه ده. کله چې موږ گنبد وګورو متاثره کیږو، مګر موږ د بنسټ ډبره نه وینو.
علامه اقبال د استاد د عظمت، ارزښت او په ټولنه کې د هغه د رول په اړه وايي: ښوونکي په حقیقت کې د ملت ساتونکي دي، ځکه چې دا په دوی پورې اړه لري چې راتلونکي نسلونه څنګه وروزي؟
یو ښوونکی یواځې د ژوندانه د مسائلو په اړه خبرې کوي، خو ښه ښوونکی یې تشریح کوي او غوره ښوونکی یې په عمل کې څرګندوي، که موږ د نن ورځې ډیری ښوونکي وڅیړو، نو موږ به د ماديزم حاکمیت ووینو. بې له شکه چې په ننني عصر کې ماديزم هرې ټولنې او سکتور ته داخل شوی دی، خو د ځينو سکتورونو او د هغو د مديرانو لپاره د ماديزم اصطلاح هيڅ اهميت نه لري. ښوونکی د ټولنې هغه برخه ده چېرته چې اخلاقي ارزښتونه وده کوي.
نو د یوې سالمې ټولنې د منځته کېدو لپاره په کار ده چې د هېواد راتلونکي په روزنه کې د خورا دقت او غوره تربیې په ورکولو سره خپل ایماني او افغاني مسؤلیت په ښه توکه ادأ کړو