د اسلام مبارک دين تل خپلو پيروانو ته د دوستۍ او مينې درس ورکړی، په ښو کارونو يې امر کړی او له بدو يې منع او له ګناهونو يې د ځان ساتلو غوښتنه کړې ده. یو له لویو ګناهونو څخه چې د انسان فردي او اجتماعي ژوند ته ډېر زیان رسوي، تهمت کول دی.
كه څوك پر بل چا تهمت وكړي، بل ته د زيان رسولو ترڅنګ خپل ځان ته هم زيان رسوي او خپل نفس په ګناهونو ککړوي.
تهمت ژر یا وروسته د ټولنې سلامتۍ ته زیان رسوي او ټولنیز عدالت له منځه وړي.
حق باطل او باطل د حق په توګه وړاندې کوي، تهمت لګول د انسان عزت او کرامت له منځه وړي. كه په ټولنه كې د خيانت دود عام شي او خلك تهمت ومني او باور پرې وكړي، نو حق به د باطل په جامو كې او باطل به د حق په جامو كې څرګند شي.
انسان بايد د تهمت په څېر له بدې رواني ناروغۍ څخه ځان وساتي.
Posted in لنډې لیکنې