د نړۍ تاریخ ددې حقیقت شاهد دی چې جګړه هېڅکله د انسانیت لپاره د ویاړ سرچینه نه ده، بلکې تل یې درس ورکړی دی.
کله چې د جګړې اور بل شي، نو نه یواځې پوځي جبهې سوځي بلکې د انسانانو خوبونه، اقتصادونه، تمدنونه، تاریخونه او نسلونه هم په ایرو بدلېږي.
د جګړې یوه څپه د پرمختګ، ثبات او سوکالۍ هغه خوبونه چې انسانانو یې له پیړیو راهیسې خوب لیدلی په ایرو بدلوي.
نړیوال جنګونه د بشري تاریخ تر ټولو بدو پېښو څخه ګڼل کېږي.
په لومړۍ نړیواله جګړه کې شاوخوا 20 میلیونه خلک ووژل شول، او اقتصادي زیان یې په هغه وخت کې ۲۰۸ ملیارد امریکائي ډالر اټکل شوی ؤ.
دا جګړه یواځې په اروپا پورې محدوده نه وه، بلکې ټوله نړۍ یې اغېزمنه کړه.
بیا دویېمه نړیواله جګړه راغله چې تاریخ یې ولړزاوه په دې کې شاوخوا 70 میلیونه خلک ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي ؤ، یواځې د شوروي اتحاد څو میلیونه خلکو ژوند له لاسه ورکړ.
د جرمني، جاپان او انګلستان په څېر هېوادونو زېربناوې په بشپړه توګه ویجاړې شوې.
د جاپان په دوه ښارونو، هیروشیما او ناګاساکي باندې غورځول شوي اټومي بمونو یو نوی وحشت خپور کړ حتی نن ورځ د هغه ځای خلک په بشپړه توګه له دې اغېزو څخه روغ شوي ندي.
دا جګړې دا حقیقت څرګندوي چې جګړه یواځې د هغو کسانو کیسه نه ده چې په پوځي جبهه کې جنګېږي، بلکې د ملیونونو کورنیو د ویجاړولو، د ښارونو د ویجاړولو، د اقتصادونو د ویجاړولو او د انسانیت د بې وسۍ لپاره یوه استعاره هم ګرځي.