ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

خاوند او ښځه

سپتمبر 29, 2025

د خاوند او ښځې تر منځ مینه پیدا کول یو الهی کار دی. لکه د مور مینه د خپل ماشوم لپاره، کوم چې د الله تعالی ستره ډالۍ ده.

لکه څنګه چې د مور زړه د مینې مرکز دی همداسې د پلار زړه هم د مینې مرکز دی.

په بله مرحله کې د والدینو او د هغوی د اولادونو تر منځ مینه پیدا کیږي او بیا د اولادونو تر منځ د کورنۍ د ټولو غړو دنده دا ده چې د دې الهي تحفې ساتنه او پالنه وکړي

د مينې د ټينګښت او زياتوالی يو له اغېزناکو عواملو څخه دی بايد يادونه وشي چې د مينې څرګندول نه يوازې د انسان شخصيت نه خرابوي، بلکې د هغه شهرت هم زياتوي

هغه لاملونه چې د مینې او محبت سبب ګرځي د کورنۍ سره ښه اخلاق او ملکرتیا ده.

ښه اخلاق: په طبیعي توګه خلک خوش اخلاقه اشخاص خوښوي.

ملګرتیا: کله چې مور او پلار د خپلو ماشومانو سره ملګري وي دوی کولی شي د ټولنې له خطرونو څخه د خپلو اولادونو ساتنه وکړي او د ټولنې د خدمت لپاره سالم، با ادبه او علم په ګاڼه سمبال ځوانان وړاندې کړي.

پاتې نه وي عاجز ي او حیأ هم د کورنۍ په ښه تربیت کې مهم رول لوبوي.

عاجزي او حیا د انسان عزت او وقار زیاتوي.

نو په کار ده چې د وطن د ترقۍ ، سرسبزۍ ، یووالي او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره د خپلو اولادونو په تربیه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړو

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af