ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

خوښي او خپګان

سپتمبر 29, 2025

د انسان د فکر پراخوالی او د تخیل لوړوالی هېڅ محدودیت نه لري.

په حقیقت کې انسان تقریباً هر څه په یو حد کې ترسره کولی شي.

خوښي او خپګان د انسان د ژوند یوه برخه ده، که انسان وغواړي چې په ژوند کې تل خوشحاله وي او له غم سره یې هیڅ تړاو نه وي، نو دا ناشونې ده، ځکه خوښي او خپګان دواړه د انسان په ژوند کې حتمي دي.

الله تعالی د خوښۍ او غم تر منځ منطقي انډول جوړ کړی چې له امله یې په دې سیاره کې ژوند روان دی، لکه څنګه چې په نړۍ کې هر څه دوه اړخونه لري، خوښي او غمونه هم د انسان د ژوند لپاره اړین دي.

نو په کار ده چې د خوشحالۍ په وخت کې له چا سره وعده ونه کړئ او د غم په وخت کې ځان ونه بایلئ

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af