ټول پوهېږي چې د خلکو په منځ کې بې بنسټه خبرې، دروغ ویل او د افواهاتو د بازار ګرمول هېڅ ګټه نه لري.
دروغ ویل د یوې ټولنې د تباهۍ سبب کېږي.
دروغ د جګړو، جنجالونو او وینو تویولو سرچینه ده.
کله چې د دروغجن اصلي څېره خلکو ته څرګنده شي، نو د خلکو له سترګو غورځي، خپل باور له لاسه ورکوي او بیا هغه څه چې وائي د خلکو په منځ کې اعتبار نه لري.
موږ باید د یوې سالمې ټولنې غړي اوسو،نو دا زموږ مسؤلیت دی چې خلک د دروغو ویلو له بدیو څخه خبر کړو.
دروغ د اسلامي ارشاداتو په رڼا هم کې لویه ګناه بلل شوې، او د دروغجنو خلکو سره یې د راکړې ورکړې څخه منعه کړې ده.
Posted in لنډې لیکنې