زمونږ د ټولنې ستره بدبختي داده چې ورځ تر بلې خپل دود او دستور له لاسه ورکوو او د رنګارنګ ناورینونو سره مخ کېږو.
د ټولنیز ناورین یو لامل
د لویانو د درناوي محرومیت د ټولنې د تباهۍ لامل کیږي.
په کومه ټولنه کې چې د لویانو بې عزتي او بې احترامي عام شي، د هغوی عزت او درنښت له منځه لاړ شي او حقوق یې تر پښو لاندې شي، نو له همدې ځایه د کلتور او تمدن زوال پیلېږي.
کورنۍ د ټولنې واحد دی او ډیرې کورنۍ سره په ګډه ټولنه جوړوي.
لکه څنګه چې ټولنه د کورنیو مجموعه ده. که د کورنۍ په کچه د مشرانو درناوی وشي، د هغه نظام به باثباته او پیاوړی وي.
خو که په کورنۍ کې د مشرانو د درناوي فرهنګ له منځه ولاړ شي، کورنۍ به هم کمزورې شي او په ټوله کې به د ګډوډۍ او بربادۍ لامل شي.
د مشرانو درناوی د سالمو دودونو او قوي تمدن اساس دی.
Posted in لنډې لیکنې