زموږ بدبختي دا ده چې نن ورځ موږ د مادیت په دې کچه کې ډوب شوي یو چې موږ ته د دې احساس هم نه دی پاتې چې د ژوند په څېر لوی نعمت په څومره بې پروائي او ناشکري سره ضایع کوو.
نن ورځ مال، دولت او ماديات زموږ د ژوند محور او مرکز ګرځېدلی او موږ د عقل او شعور په ځای د انسانیت د تخریب لپاره کار کوو او د ژوند حیاتي ارزښتونه مو له پامه غورځولي.
د ژوند په اړه زموږ چلند او زموږ فکرونه ورځ تر بلې څومره ظالم او بې رحمه کېږي.
زموږ په ټولنه کې بې حسي او ګډوډي په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
که د سیاست میدان وي یا د وینې اړیکو کیسه، چېرته چې وګورئ هلته د نفرتونو، دښمنیو، عدم برداشت او د یو بل ته د ارزښت نه ورکولو احساس شدت سره زور اخیستی. احساس، مینه، محبت او خلوص نه لرونکي خالي چلندونه موږ نه یوازې له ځان سره، بلکې له ژوند څخه هم لیرې کوي.
زموږ ټولې هڅې او کوښښونه یوازې د مادیاتو په اساس پیل کېږي او همداسې پای ته رسي.
موږ د دوستیو او اړیکو بنسټ هم خپلو ګټو ته په کتو مخ ته وړو.
د ځان او نورو ژوند بدصورت او تریخولو باندې موږ هر وخت د دولت او لالچ په هوس کې یو او د هغو قیمتي لمحاتو څخه خوند نه اخلو چې قدرت موږ ته د ژوند لپاره راکړي.
انسانیت، په ځانګړې توګه د خپلو عزیزانو ارزښت وکړئ، د موږ باید ژوند د بامقصد انسانانو په څېر وکړو، د دې لپاره ضروري ده چې موږ د الله تعالی د بې پایانه او بې مثاله نعمتونه د محبتونو، مینې او انسانیت په نوم ولمانځو.
د ژوند احترام وکړو، خپل ذات د نورو انسانانو لپاره رحمت ثابت کړو، د نورو احترام وکړو،سره مرسته وکړو، د نورو لپاره آسانۍ پیدا کړو او د یو بل زغمل زده کړو. ژوند خورا لنډ دی یو شاعر څه ښه ویلي.
دا ژوند خو زمونږ کم د محبت لپاره هم دی
حیران یم چې نفرت ته اوزکارېږي خلک څنګه