د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې (AYSO) عمومي رئیس الحاج ډاکټر وحیدالله “تړون” د ختیځ زون د دفتر له مسؤلینو او کارکوونکو سره ځانګړې ناسته او لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي ډاکټر تړون د زون د ټیم هڅې وستایلې او د لا اغېزمنو خدماتو لپاره یې رغنده سپارښتنې وکړې.
نوموړي وویل چې “AYSO” د شفافیت، مسؤلیتپالنې او خلکو ته د صادقانه خدمت ارزښتونو په برخه یوه ژمنه او متحده اداره ده.
په آخر کې ګډونوالو خپلې لاسته راوړنې، ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، او هم یې د رهبرۍ په کچه یاده ناسته د همغږۍ، مسلکي یووالي او سازماني پیاوړتیا لپاره ارزښتمن ګام وباله
Posted in لنډې لیکنې