څنګه چې د انسان ظاهر د ډېرو نېکیو او عیبونو مجموعه ده، همداسې د انسان باطن هم د ښو او بدو ترکیب دی.
موسکا، د بدن ښايسته حرکات، نرمه وينا، پاکې جامې، ښايسته ويښتان، پاک نوکان او غاښونه، په بدن کې د کثافاتو نشتوالی او داسې نور ډېر څه چې د انسان پې ښه ښکاري، خو په غيبت کولو، تومت کولو، دروغ ويلو، داړه ماري کولو، د خلکو ترمنځ رزالت کول، غلا او ظلم کولو سره زموږ شخصیت له منځه ځي.
همداسې د الله تعالی مخلوق سره د خواخوږي او نیکمرغي، له هغوی سره مینه، عاجزي، اخلاص زموږ باطن روښانه کوي.
همدارنګه د خلکو سره حسد ، کینه،نفاق او بې ځایه غوسې زموږ باطن ککړوي.
هغه کار چې زموږ باطن، ظاهر او آخرت تباه کوي تکبر دی.
نورو ته په سپکه سترګه کتل، ځان له نورو څخه غوره او اوچت ګڼل د تباهۍ سبب ګرځي.
په دې کې شک نشته چې ټول انسانان د تقوأ،شتمنۍ، بې وزلۍ، ناروغۍ قد، قامت، جسماني ،ذهني قوت، پرمختګ،ځوانۍ او داسې نورو مسائلو له نظره سره برابر نه دي، خو دا ددې مانا نه ورکوي چې ته دې نورو انسانو څخه بهتر یې.
د الله تعالی په نزد هغه خلک غوره او بهتر دي چې د باتقوأ. د پاک زړه، اخلاص، سخاوت او ښه نیت خاوندان وي
نو په کار ده چې نورو انسانانو ته په کمه او ذلیله سترګه ونه کتل شي چې خدای مه کړه په دنیا او آخرت کې مو ځای او حیثیت تر پوښتنې لاندې راشي.