د بدو اعمالو له امله تباهي او بربادي د هغه مقدر ګرځي. ښه او بد دواړه د انسان په فطرت کې شامل دي.
د نیکۍ او بدۍ دواړه لارې د انسان په مخ کې دي، چې الله تعالی انسان ته د عقل او شعور شتمني ور په برخه کړې ده، چې ددې دواړو تر منځ توپیر معلوم کړي.
ښه خلک هڅه کوي چې د الله جل جلاله احکام نورو ته ورسوي، په داسې حال کې چې شیطان هم خپل عادت نه هېروي چې د الله جل جلاله بندګان ګمراه کړي او د باطل لاره ورته وښيي.
مغروره انسان خپل اصلي حیثیت هېروي، د خپلو غیر ضروري غوښتنو د پوره کولو لپاره له ناقانونه لارو کار اخلي او د خپل چاپیریال او ټولنې حق وژني.
مغرور خلک غواړي ځان د نورو څخه لوړ کړي، د خپل نفس د راضي کولو لپاره د فساد لاره غوره کوي، غلا کوي، وژني کوي، ډاکه کوي او داسې نور مسایل جې په هغه سره د خلکو ژوند ګډوډ او کړاوونه جوړوي.
هغه څوک چې د ژوند له حقیقي عنوان څخه بې برخې دي د فساد قربانیان دي، د فساد دغه لاره په یوه ټکي تمرکز نه کوي.
وطنپاله خلک د فساد نه پاک افغانستان لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
نو پکار ده د فساد پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړو. صداقت، زحمت، وطن دوستي او اخلاص د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره خورا مهم دي.
د ټولنیز عدالت لاره یوازې د فساد په له منځه وړلو سره ممکنه ده.
اخلاقي ارزښتونو ته وده ورکول د افغانستان له فساد څخه د خلاصون لپاره د وخت اړتیا ده.