د اسرائیل او ایران پوځي ځواک ته په کتو سره، د ایران پوځ د ګلوبل فائر پاور انډېکس کې په نړۍ کې شپاړلسم مقام لري پداسې حال کې چې اسرائیل په پنځه لسم مقام کې راځي.
اسرائیل په خپله جنګي بودیجه کې له ۲۷ ملیارد
ډالرو څخه ډېر مصرفوي، خو د ایران دفاعي بودیجه نږدې ۱۰ ملیارد ډالرو ته رسېږي.
د پوځي ځواک له پلوه، ایران د اسرائیلو په پرتله د پام وړ برتري لري.
ایران ۶۱۰،۰۰۰ فعال سرتیري لري چې په کې ۱۹۰،۰۰۰ انقلابي ساتونکي شامل دي، خو اسرائیل ۱۷۰،۰۰۰ فعال سرتیري لري.
اسرائیل اوس مهال په خورا پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دی.
د اسرائیل هوائي ځواک ۳۴۰ جنګي الوتکې لري، چې په کې F-35s، F-16s او F-15s شامل دي، او ۴۶ برید کوونکي هلیکاپټرې دي چې دا ځواک یې د ایران په پرتله برتري لري.
په مقابل کې، ایران ۳۱۲ زړې امریکائي او روسي جنګي الوتکې او ۳۴ جنګي چورلکې لري.
د ایران په جنګي جېټ الوتکو کې F-4s، F-5s، F-7s، F-14s، د روسیې جوړ شوي Su-29s، او ځینې MiG-29s شامل دي.
ایران هڅه کړې چې د خپلو توغندیو پروګرام له لارې د هوائي وړتیاؤ دا کمښت پوره کړي.
ایران د توغندیو لړۍ لري چې د شهاب-۱ څخه نیولې تر ۳۰۰ کیلومتره واټن پورې د سومر کروز توغندی پورې چې ۲.۵۰۰ کیلومتره واټن لري، پداسې حال کې چې هایپرسونیک الفتح بالستیک توغندی هم د توغندیو د سیسټم برخه ده.
اسرائیل د خپلو توغندیو د پروګرام په اړه تبصره نه کوي خو د معلوماتو له مخې اسرائیل د دلیلا توغندی لري چې ۲۵۰ کیلومتره واټن پورې هدف ته ځان رسولی شي، او همدارنګه د جیریکو ۳ توغندی چې ۶۵۰۰ کیلومتره واټن پورې هدف ته رسېدی شي.
ایران هم ډېر شمېر بې پیلوټه الوتکې لري، چې د شاهد ۱۲۹ او شاهد ۱۳۶ په ګډون، چې د اسرائیلو دفاعي سیسټمونو د ویجاړولو توان لري.
اسرائیل بیا د هیرون او هیروپ په نوم بې پیلوټه الوتکې لري، چې د استخباراتو په ګډون د مستقیمو بریدونو لپاره کارول کیږي.
که څه هم د ایران او اسرائیل ترمنځ نږدې ۲۱۵۲ کیلومتره ځمکنی واټن شته، خو ایران د اپریل په ۳مه او اکتوبر ۲۰۲۴ کې پر اسرائیلو د توغندیو بریدونو په ترسره کولو سره د خپل توغندیو او ډرون پروګرام اغیزمنتوب وښود.
کله چې د هوائي دفاع سیسټمونو خبره راځي، ایران د روسیې جوړ شوی S-300 توغندی او همدارنګه په سیمه ایز ډول تولید شوی باور 373 سیسټم لري، پداسې حال کې چې لنډ واټن، ټیټ لوړوالی لرونکی ازرخش هم په دې وروستیو کې د دفاعي سیسټم برخه ګرځول شوي دي.
په مقابل کې د اسرائیلو د هوائي دفاع سیسټم درې طبقې لري چې په کې د ایرو سیسټم، ډیویډ سلینګ، او د اوسپنې ګنبد شامل دي، چې د نړۍ له غوره سیسټمونو څخه ګڼل کیږي.
د سمندري وړتیاؤ له پلوه ایران ۶۸ جنګي بېړۍ لري، چې ۱۷ یې تاکتیکي اوبتلونه دي، خو اسرائیل ۵ اوبتلونه او ۴۹ جنګي بېړۍ لري.
اسرائیل د سایبري جګړې وړتیاؤ کې د نړۍ له پنځو غوره هیوادونو څخه ګڼل کیږي چې د GPS جام کولو، ډرون مداخلې او سایبري بریدونو وړتیاوې لري.
برعکس په دې برخه کې د ایران وړتیاوې محدودې دي.
Posted in لنډې لیکنې