د ژوند تر ټولو ستر اظهار او ثبوت د خبرو کولو وړتیا ده.
خبرې کول د ژوند سمبول ګڼل کیږي.
په نړۍ کې هر هغه چاته چې الله تعالی د خبرو کولو توان ورکړی وي باید خبرې وکړي.
پرته له خبرو، د ژوندانه چارې نه ترسره کیږي، هر څه چې غواړو د ژبې له لارې یې څرګندوو.
له کورنۍ څخه تر ګاونډیانو او د دفتر له همکارانو څخه تر ملګرو پورې.
متل دی چې ژبه هم کلأ هم بلا، نو په کار ده چې د خبرو کولو په وخت کې باید له ډېر احتیاط څخه کار واخیستل شي تر څو مخاطب شخص او یا مجلس په پوره هوش سره ستاسې خبرې د زړه په غوږونو واوري.
Posted in لنډې لیکنې