ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

د روژې مبارکې وروستۍ جمعه

سپتمبر 29, 2025

نن د روژې مبارکې وروستۍ جمعه ده او یواځې څو ټاکلي ساعتونه پاتې دي.

ددې ورځې اهمیت یقیناً د نورو ورځو په پرتله ډېر دی، په هرصورت د روژې په میاشت کې هره جمعه برکتي ده، مګر د دې ورځې ځانګړتیا دا ده چې له دې وروسته به تر راتلونکي رمضان پورې بله برکتي جمعه نه وي.

مسلمان باید ددې اهمیت درک کړي او په دې ورځ د امکان تر حده د الله تعالی عبادت وکړي ، الله تعالی ته رجوع وکړي او د الله تعالی شکر ادأ کړي چې د عبادت کولو فرصت یې ورکړی.

د روژې مبارکه میاشت کې یوه سجده چې ته یې قیمتي ګڼې، د زرو سجدو سره برابره ده چې انسان ته نجات ورکوي.

له همدې امله که چېرې یو څوک په دې میاشت کې د الله تعالی څخه د عبادت کولو توان ترلاسه کړي نو باید دا یوه کوچنۍ خبره ونه ګڼي بلکه ددې وړتیا لپاره د الله تعالی شکر ادأ کړي چې هغه ته یې د عبادت کولو توان ورکړی دی.

او دا هم یو ثابت حقیقت دی چې ددې عبادتونو څخه هېڅ یو یې هم زموږ لخوا په بشپړه عاجزۍ، اطاعت او اخلاق سره په هغه ډول نه دي ترسره شوي څرنګه چې لازم ؤ، له همدې امله، موږ باید پوه شو چې د الله تعالی مرسته وه، خو زموږ له خوا نیمګړتیاوې او غلطئ هم وې.

د روژې مبارکې وروستۍ شیبې راروانې دي د هغو کسانو لپاره چې په دې میاشت کې په عبادت او نورو اطاعتي اعمالو کې یې غفلت کړی دروازه لا هم خلاصه ده د روژې مبارکې میاشتې پای ته رسېدو ته شاوخوا دوه ورځې پاتې دي او دا دوه ورځې ډېرې مهمې دي که مونږ وغواړو نو کولی شو خپل ژوند په یوه شیبه کې بدل کړو.

لا هم فرصت لرو باید دا وخت د نعمت په توګه وګڼو او ګټه ترې واخلو او د الله تعالی له لوري د توبې او توفیق دروازه لا هم خلاصه ده چې الله تعالی یې په قرآن کریم کې یادونه کړې ده.

ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی الله تعالی ته په اخلاص سره توبه وکړئ.

نو په کار ده چې د الله تعالی شکر ادأ کړو، بښنه وغواړو او په اخلاص سره توبه وباسو او له الله تعالی څخه د نېکۍ د هدایت په غوښتلو سره د ژوند پاتې برخه د خپلې خوښې سره سم د ژوند کولو توان راکړي.

آمین

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af