ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

د زرو قدر زرګر پېژني

سپتمبر 29, 2025

د وطن سره مینه،محبت او عشق یوه طبیعي آرمان دی چې الله تعالی د خپلو مخلوقاتو په منځ کې داسې ځای کړی چې حتی حیوانات هم د خپل ژوند ځای ته متوجه وي.

د اسلام له نظره وطن پالنه باید له افراط او تفریط نه ډک اړخ ونلري چې د تبعیض لامل شي او د مختلفو قومونو تر نامه لاندې خلک له یو بل څخه جلا او ددوی ترمنځ د دښمنۍ، نفرت او نفاق سبب وګرځي.

د لوی څښتن مهرباني ده چې په دې سختو شرائطو او حالاتو کې اوس هم د کار او دستار خلک لرو چې د هېواد د پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره کار کوي د مثال په ډول د یو څو کسانو نومونه اخلم لکه حاجي زراب، حاجي الکوزی او میرویس عزیزي.

د سوداګرۍ او پرمختګ په برخه کې دوی ډېرې هلې ځلې کړي او د ګران هېواد نوم یې روښانه ساتلی.

سره له دې چې دوی هم ستونزې او مشکلات لري خو د خاینو، پاټکیانو، مفسدینو او وطن فروشانو څخه یې سپی هم ښه دی.

بدبختانه افغانان یو عادت لري چې خپل خلک په کاڼو وهي مګر پردي درواغجنو او لوټمارانو سوداګرو ته خوشحاله وي.

د عزیزي ګروپ مشر چې کومې وعدې د هېواد د پرمختګ او آبادۍ لپاره کړي قابل د قدر او تقدیر دي.

ځینې خلک ګورم چې په شعوري ډول د عزیزي سپکاوی او بې عزتي کوي.

مونږ او تاسې باید د عزیزي دومره ستاینه وکړو که خدای مه دا وعدې یې احساساتي کړي هم وي د ولس مینه یې دېته مجبور کړي چې په عمل کې ثابت کړي .

راځئ پرته له هر ډول تبعیض څخه خپل با احساسه سوداګر تشویق کړو تر څو د هېواد په آبادۍ کې د زړه له اخلاصه ونډه واخلي .

ارواښاد استاد یقین یوسفزي څه ښه ویلي دي

د وطن مینه یې چې نه وي په مغزو کې

داسې سر نه کدو ښه دی په پټو کې

چې تاریخ د پلار نیکه یې ورنه هېر وي

کوڅه ډب دی خوشې ګرځي په کوڅو کې

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af