د ټاپي لویه اقتصادي پروژه، نه یواځې د هېواد اقتصادي او سوداګریزه پراختیا ده، بلکې مهم سیاسي، امنیتي او نور نړیوال پیغامونه هم لري.
د دې پروژې پلي کېدل ثابتوي، چې افغانستان اوس د سترو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ ډګر نه بلکې له اقتصادي پلوه زمونږ هېواد منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره په نښلولو کې مهم رول ولوبوي.
د قوش تېپې وروسته به د ټاپي په پروژه کې تقریباً ۱۲ زره زیات او کم کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د وطنوالو تمه ده چې داسې نورو لویو پروژو لپاره به هم ګامونه پورته شي.
د ټاپي پروژې بشپړېدو سره به د سیمې هېوادونه قانع شي چې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي اړیکې ټینګې کړي او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره قوي ګامونه پورته کړي.
افغانستان د خپل موقعیتي اهمیت له مخې باید د خپلو ګټو په رڼا کې له سیمې او نړۍ سره تعامل وکړي او د نورو هغو غوښتنو ملاتړ وکړي چې د هېواد خپلواکي، قانونيت، سیاست او ملي ارزښتونو بشپړتیا تر پوښتنې لاندې را نه شي.
بدبختانه چې نن هم داسې هېوادونه او په کور دننه سیاسي احزاب شته چې د افغانستان د پرمختګ مخه ډب کول
غواړي او نه پرېږدي چې زمونږ ګران هېواد د نورو هېوادونو د سیالۍ وړ شي.
د یو آباد، سرلوړي او پرمختللي افغانستان په هیله