هند د پهلوګام له پېښې وروسته د اوبو تړون د ځنډولو اعلان وکړ، چې په ځواب کې یې پاکستان د هند لپاره د هوايي حریم، سرحدي ټرافیک او هر ډول سوداګرۍ د بندولو اعلان وکړ
د هند له وېش راهیسې، د پاکستان او هند ترمنځ اړیکو تقریبا په هره برخه کې شخړې، له ډیپلوماټیکو اړیکو څخه تر کلتوري پروژو پورې رامنځته شوي، پداسې حال کې چې دوه اړخیز تړونونه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ شتون لري.
د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۲۲مه کشمیر په یوه سیاحتي ځای پهلوګام کې د پیښې وروسته، نوي ډیلي د پیښې پړه په پاکستان واچوله.
هند سمدلاسه د اوبو تړون ځنډول، پاکستاني وګړو وتل په 48 ساعتونو کې له هند څخه،دځینو پاکستاني ډیپلوماتانو شړل،د واګه پولې تړل، په اسلام آباد کې د هند پوځي آتشه رابلل، او په پاکستان کې د ډیپلوماټیکو کارمندانو شمېر د کمولو اعلان وکړ.
پاکستان هم سمدلاسه د ملي امنیت کمېټې په غونډه کې پریکړه وکړه چې کولی شي د هند سره د ټولو دوه اړخیزو تړونونو د ځنډولو حق وکاروي.
د ۱۹۴۷ کال راهیسې د پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شوي لویو تړونونو په هکله لنډ معلومات.
د لیاقت او نهرو تړون
دا تړون د ۱۹۵۰ کال په اپریل کې په نوي ډیلي کې د هغه وخت د هند د لومړي وزیر جواهر لال نهرو او د پاکستان د لومړي وزیر لیاقت علي خان ترمنځ د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شوی.
په دې تړون کې دواړه هېوادونه اړوندو سیمو کې د اقلیتونوحقونه او ګټې به خوندي ساتي،
په کاروبار او راتګ او راتګ کې پرته له تبعیض څخه آزادي ورکول او د کمېسیون جوړول.
د سند د اوبو تړون
د سند تړون د پاکستان او هند ترمنځ د ۱۹۶۰ کال د سپتمبر په ۱۹مه لاسلیک شوی، ترڅو د سند سیند او نورو سیندونو اوبه په عادلانه ډول ووېشل شي، چې نړیوال بانک پکې د منځګړي رول لوبولی ؤ.
جواهر لال نهرو او ایوب خان د شپږو کلونو خبرو اترو وروسته دا تړون لاسلیک کړ.
د تړون له مخې د سند، جهلم او چناب سیندونه پاکستان ته ورکړل شوي او د راوي، بیاس او ستلج سیندونه هند ته ورکړل شوي.
په دې کې د بندونو، کانالونو لکه تربیلا او منګلا د جوړولو او تمویل هم شامل دي.
د شمله تړون
دا تړون د ۱۹۷۱ کال د جګړې وروسته د پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شو، او د پخوانیو صدراعظمانو ذوالفقار علي بوټو او اندرا ګاندي لخوا لاسلیک شوی.
د تړون له مخې هېڅ اړخ یو اړخیز اقدام نه شي کولی ټولې شخړې به په دوه اړخیزه توګه حل کوي.
همداراز د کشمیر په اړه او د مذهبي ځایونو او زیارتونو په اړه هم ځینې تړونه شوي چې ټولې ستونزې به د کمېسیون یا د حکومتي چارواکو لخوا په سوله ایزه ډول حل کېږي
په اټومي تاسیساتو او د برید نه کولو موافقه
په ۱۹۸۸ کال دسمبر په ۳۱مه د پاکستان او هند ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې دواړه هېوادونه به د هر کال د جنوري په لومړۍ نېټه د خپلو اټومي تاسیساتو په اړه معلومات شریکوي. دواړه هېوادونه به په مستقیم یا غیر مستقیم ډول داسې عمل نه ترسره کوي چې اټومي تاسیسات ویجاړ یا زیانمن شي.
نور تړونونه هم شوي لکه د هوايي حریم د سرغړونو د مخنیوي په اړه موافقه
د بالیستیکي توغندیو د ازموینو څخه مخکې د خبرتیا په اړه موافقه
د اټومي وسلو د پیښو د خطر کمولو لپاره موافقه
د کنټرول په کرښه کې د اوربند تړون او داسې نور واړه تړونونه شامل دي.
په داسې حساس وخت کې چې هند د پاکستان سره خپلې ټولې راکړې ورکړې ځنډولي او ددې امکانات هم لیدل کېږي چې دا ځل به هند جدي او مضبوط ګامونه اوچت کړي له امله به یې د پاکستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت کې به بلا ستونزې منځته راشي په کار ده چې افغانستان حکومت له دې موقع څخه پوره ګټه خصوصاً د سوداګرۍ په هکله پورته کړي او هغه تړونونه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوي عملي بڼه ورته ورکړي تر څو زمونږ شته سوداګریزي ستونزې حل او نړیوال بازار ته په آسانه توګه لاس رسی پیدا کړو.