د احساس محرومیت په نړۍ کې یو له سترو محرومیتونو څخه دی.
هغه ستر کار چې اسلام مبارک دین هم د انسان په ژوند کې هغه ته ډېر ارزښت ورکړی هغه د نورو انسانانو درک او احساس دی.
که یو انسان د ژوند په تکلیفونو او کړاونو کې راګېر وي نو اسلامي غوښتنه همدا ده چې د هغه په غم او دردونو کې ځان شریک وګڼي او په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره د مرستې لاس ورکړي.
د نورو په غمونو او تکلیفونو کې بې پروائي کول د “انسانیت” نښه نه ده.
انسان اشرف المخلوقات دی، د نورو احساس کول د همدې اشرف المخلوقات له سترو ځانګړنو څخه دی.
د همدې ښه احساس له امله د خلکو زړونه او دعاګانې هم ترلاسه کوي.
حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خپل خلافت په وخت کې د معمول په څېر د ښار د حالاتو د معلومولو لپاره په ښار کې ګزمه کوله چې له یوې کوټې څخه یې د یوې ښځې د ژړا غږ واورېد ګوري چې مېرمنه ماشوم د ولادت په حال کې ده او له ډېره درده ژړا او فریاد کوي او هېڅ ښځه ورسره شتون نلري چې د هغې پالنه وکړي، سمدستي کور ته لاړ خپله مېرمن يې له ځانه سره يوړه چې د دردېدلي مېرمنې پالنه وکړي.
دا د یو مسلمان مؤمن عمل دی چې نه یواځې د بل احساس درک کوي بلکې د هغه په درد کې د هغه سره مرسته کوي.
د اسلام مبارک دین مونږ د انسانیت او احساس درس راکوي خو بدبختانه چې زمونږ ټولنه له دې درسه محرومه او ټول عمر مو په دوښمنۍ، بغض، تعصب،خودغرضۍ، بې پروائي او توربور ګلوئ کې تېر شو،
راځئ د انسانیت او احساس درس په لوستلو او عملي کولو سره خپله ټولنه له دې تیارې څخه د رڼا په لوري روانه کړو