د ژوند بنسټ په ایماندارۍ او صداقت ولاړ دی،هغه خلک چې خپل ژوند په ایماندارۍ او صداقت پیل نه کړي خامخا به د کړاونو او ستونزو سره مخ کېږي.
صداقت د ژوند په وده،پرمختګ او د سالمو اړیکو په ښه کولو کې ډېره مرسته کوي.
صداقت د ماشومانو په ښه تربیه کې مهم رول لوبوي ځکه چې والدین تل د ماشومانو لپاره رول ماډل وي. صداقت د ژوند په ټولو اړخونو کې مثبته اغیزه لري.
د انسان د کرکټر لوړه کچه صداقت پورې تړلې ده، چې د ژوندانه په هره مرحله کې ستاسې د لوړ شخصیت ښکارندوئي کوي.
تل کوشش وکړئ چۍ د ژوند په هر پړاو کې که څومره هم سختیو سره مخ یې نو د بې ایمانۍ او فریبکارۍ څخه ځان وساتئ.
رحمان بابا څه ښه ویلي
کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي
ازغي مه کره په پښو کې به دې خارشي
Posted in لنډې لیکنې