په نننۍ نړۍ کې ډېر خلک د ښه ژوند په لټه کې ښارونو ته ځي.
د کلي او ښار ژوند طرزونو ترمنځ روښانه توپېر شتون لري. مخکې له دې چې د کلي د ژوند او ښاري ژوند تر منځ توپیر ته لاړ شو، لومړی راځئ چې د دغو دوو ژوندانه طرزونو په اړه لنډې خبرې وکړو
په ښار کې ټکنالوژي زموږ ژوند آسانه کوي او ډېری اسانتیاوې لري لکه د لوړ کیفیت روغتونونه، تعلیمي ادارې، بانکونه، دوکانونه او نور سوداګریز تاسیسات
په ښار کې د کار کولو ډېر فرصتونه شتون لري او همداراز ښاري ژوند موږ ته د اوبو، برېښنا، مخابراتو او ټرانسپورټ اسانتیاؤ په څېر بنسټیزو تاسیساتو ته لاسرسی راکوي.
کلیوال ژوند د طبیعی ښکلا او د منابعو څخه ډک وي.
د کلي خلک یو بل ته ډېره پاملرنه کوي.
ماښامي مجلسونه د کلي ژوند لا رنګین کوي.
هر څه په طبیعي ډول پرته له کیمیاوي موادو څخه په ارزانه بیه ترلاسه کولی شئ.
ټولنیزې اړیکې پیاوړي او د خوشحالې او غم په پروګرامونو کې د مېلمنو د پالنې لپاره لاس په نامه ولاړ وي.
د کلي او ښاري ژوند تر منځ اصلي توپیر د اسانتیاوو دی. په ښار کې ډېری عصري اسانتیاوې شتون لري چې زموږ ژوند آسانه او اغېزمن کوي.
د کلي او ښاري ژوند ترمنځ بل مهم توپير چاپيريال دی. په کلي کې ژوند کول طبیعي ژوند ته نږدې اسانتیاوې برابروي پداسې حال کې چې په ښار کې ژوند خلک له طبیعت څخه لرې ساتي.
په حقیقت کې، د ښار ژوند د مختلفو ډولونو ککړتیا لکه د شور ککړتیا، د هوا ککړتیا او داسې نورو عواملو امله اغېزمن کېږي.
کلی آرام او د هوا د ککړتیا څخه پاک وي او د کلي د ژوند يوه بله مهمه ځانګړنه دا ده چې کليوال د ښار د خلکو په پرتله ډېر مهربان، دوستانه او لېواله دي.
هغه خلک چې په ښارونو کې ژوند کوي د کلیوالو خلکو په پرتله نسبتاً بوخت، خود غرضه او یواځې دي.
د ژوند په هره برخه کې د الله تعالی حکمت پروت دی، نو په کار ده چې د ټولنیزو اړیکو په پام کې نیولو سره تل مهربانه او صادقه اوسو