ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

ریښتیا ویل

سپتمبر 29, 2025

ریښتیا ویل یو داسې صفت دی چې اهمیت یې په هر دین او هر دور کې په مساوي توګه پیژندل شوی، له ریښتیا پرته انسانیت بشپړ نه دی، له همدې امله په اسلام کې ورته ځانګړې پاملرنه شوې او پر وینا یې په مکرر ډول ټینګار شوی دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم تل د ریښتیا ویلو لارښوونه کړې او له درواغو یې منع کړې ده.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ریښتونولۍ ، صداقت او امانتدارۍ څخه حتی مشرکینو هم الهام اخیسیتو او د صادق او امین په لقبونو یې نازولی دی.

د اسلام ستر دښمن ابوجهل هم اعتراف کړی چې محمد صلی الله علیه وسلم هېڅکله دروغ نه دي ویلي.

په ريښتیا وینا سره کولی شئ چې خپل مقام لا مضبوط او د خلکو باور لاسته راوړئ

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af