زه الحاج ډاکټر وحیدالله تړون د الحاج سرطبیب عتیق الله صاحبزاده زوی. اصلي هستوګنځی مې د ننګرهار ولایت د خوږياڼیو د ولسوالۍ د کوز بهار کلی دی او فعلاً د کابل ښار اوسېدونکی یم. زده کړې مې د ماسترۍ تر کچې پورې کړي. په طبي علومو کې مې لسانس او دوه ماسټرۍ د منجمنټ او د عامې روغتیا برخه کې د هند هېواد څخه لرم. د پښنو او دري ژبو سربېره په اردو او انګلیسي ژبو هم مکمل تسلط لرم. همداراز په مختلفو دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو کې مې دندې ترسره کړي. د ګران هېواد د پرمختګ، آبادۍ ، سرسبزۍ او خدمت لپاره مې د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې بنسټ اېښی او د همدې بنسټ عمومي رئیس یم چې شاوخوا د هېواد نهه سوه وګړو ته مې د کار زمینه برابره کړې او د لا ښه والي او خدمت لپاره یې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوم.