ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

سیاست د انساني ټولنې یوه ډېره مهمه برخه ده

جولای 20, 2025
په عمومي ډول د ملت رهبري کول، د هغوی په خوښه د حکومت جوړول، حکومت په ښه توګه اداره کول او په اجتماعي،فرهنګي او اقتصادي چارو کې ملت ته لارښوونه کول سیاست بلل کیږي.
وړ او صادقه رهبري د حکومت اساسي اړتیا او د اقتصادي سوکالۍ تضمین دی.
دوه درې کلن حکومتونه او نیمګړې پروژې یواځې بدمرغي راوړي نه خوشحالي.
سیاست، فرهنګ، اجتماعي عدالت، تعلیم، ادب او هنر د یوې ټولنې اساسي ستنې دي.
یو ښه سیاسي سیسټم د ملي ارزښتونو مثبت فکر په تحقق کې مهم رول لوبوي.
خود غرضي، حرص،عدم برداشت او بې عدالتي د ټولنې د تباهۍ سبب ګرځي.
په کومه ټولنه کې چې سیاسي رهبري د علم، عقل او سیاسي بصیرت په بنیاد نه وي راتلونکي نسلونه به وده ونه کړي.
تعلیمي وروسته والی د هېواد د اوسنیو ستونزو په سر کې ځای لري، دا یو حقیقت دی چې ښوونه او روزنه د ملتونو په عروج او زوال کې اساسي رول لري.
زموږ لپاره اړینه ده چې د تعلیمي وروسته والي د لرې کولو لپاره اوچت ګامونه پورته کړو.
د روغتیا، سپورت، تعلیم، نصاب، ساینس او ​​​​ټکنالوژي، انفلاسیون، داخلي او بهرنۍ پالیسۍ، اقتصاد، ټولنه، انرژي، کرنه، اوبه او داسې نورو ملي پروژو د موضوع په اړه مثبت بحث او خبرې وشي ترڅو ځوان نسل د عصري علومو زده کړې ته لېواله شي.
له عصري علومو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید د علم په ټولو برخو کې څېړنې ته پوره پاملرنه وشي.
همدا ډول په اقتصادي، سیاسي او اداري چارو کې اصلاحات راوستل د ننني عصر اړتیا ده.
اقتصاد د عصري وخت تر ټولو لوی حقیقت دی.
یو پیاوړی اقتصاد د ژوند په ټولو برخو کې مهم رول لوبوي.
د اقتصادي ثبات لپاره د سیاسي قوتونو همکاري خورا مهمه ده.
همدغه راز په هېواد کې د امنيتي فشارونو څخه د وتلو لپاره، د نا قانونه وسلو او نشه ئي توکو د قاچاق د کنټرول لپاره د پولو د مديريت اغېزمن سيسټم رامنځته کول اړين دي، دا به زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره د خوندي راتلونکي په یقیني کولو کې مرسته وکړي.
د وسلو او نشه يي توکو کاروبار او ورسره تړلي کسان په افغانستان کې یوه لویه انساني غمیزه ده.
دلته نسلونه تباه شول، ډېر ځوانان په دې سوداګرۍ کې ښکیل شول.
د یوې سالمې ټولنې د جوړولو لپاره اړینه ده چې ځوانان د اعتیاد له شر څخه وساتل، تر څو وکړی شي په ټولنیز پرمختګ کې خپل بشپړ رول ادأ کړي.
له هر ډول بحرانونو څخه د هېواد د راویستلو لپاره د عامه افکارو له اهمیت څخه انکار نه شي کیدی.
همدا ډول په ملي پلان جوړونه کې د خلکو ونډه هم ډېره مهمه ده، خلکو ته باید د ملي پلان جوړونې او تصمیم نیولو کې اغېزمن رول ورکړل شي چې یواځې د محلي چارواکو له لارې ممکن دی.
د ملت په اراده جوړ شوی نظام په هر هېواد کې د وخت اړتیا ده چې د ملت په خوښه یو موثر سیستم معرفي شي تر څو د نظام د ټینګښت لپاره د خلکو باور ټینګ او د هېواد په ابادۍ او ثبات کې خپل رول ولوبوي.
Posted in لنډې لیکنې
Write a comment
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af