ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

عاجزي

سپتمبر 29, 2025

عاجزي د انسان د شخصیت یو ډېر ښکلی صفت دی او دا صفت هغه وخت وده کوي چې د انسان په زړه کې د الله(ج) د عظمت احساس پیدا کړي.

د انسان عظمت په عاجزۍ کې نغښتی دی او په تکبر کې د انسان تباهي ده.

د ژوند په سفر کې چې کله انسان د لوړتيا او غرور سره مخ شي نو بايد د رسول الله(ص) مبارک ژوند سیرت څخه لارښوونه ترلاسه کړي او خپل ژوند ته سمه لار اختیار کړي.

د انسان په ژوند کې ځينې عوامل او لاملونه شته چې له انسان څخه د تواضع صفت له منځه وړي او په هغه کې تکبر او غرور پیدا کوي.

د مينې او عقيدت په دنيا كې څومره چې د رسول الله(ص) د صحابه كرامو او صحابه کرامو د رسول الله(ص) عزت او احترام كړى په نړۍ کې یې هېڅ مثال نشته.

رسول الله(ص) د خپل سپېڅلي ژوند له لارې نړۍ ته دا پیغام ورکړی دی کوم قانون چې پلي کوئ، له ځانه یې پیل کړئ.

ځان او خپله کورنۍ له قانون څخه پورته مه ګڼئ او هېڅ مقام له قانون څخه پورته مه ګڼئ. قانون د ټولو لپاره یو شان دی.

د د ټولنې هر وګړي ته هغه که استاد وي ، انجنیر، ډاکټر، څارنوال،دولتي چارواکي، د شخصي ادارو مشران او داسې نورو ته پکار ده چې په خپل شخصیت کې د عاجزۍ او نرمۍ ښکلی صفت پیدا کړي

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af