کله چې الله تعالی انسان پیدا کړ، نو هغه یې د ژوند په تیارو کې یواځې پرې نه ښود، بلکې د هغه د فکري او معنوي روزنې لپاره یې هم غوره انتظامات وکړل. انسان په دې نړۍ کې د علم او عقل له مخې د خپل ځان په وړاندې د هدایت او لارښوونو نمونې په لاس لري، ترڅو د هغو په رڼا کې خپل ژوند ته غوره او مناسبه لار انتخاب کړي. با مقصده ژوند په انسان کې د عمل او زحمت روحیه پیدا کوي او په عمل سره د هغه خوبونه په حقیقت بدلېږي، په دې توګه هره شیبه کولی شو د پرمختګ په لاره کې پراته خنډونه لرې او خپل هدف ترلاسه کړو
Posted in لنډې لیکنې