انسانان ټولنیز او ښکلی مخلوق دی چې په یو چوکات کې یو ځای ژوند کول ورته خورا ګټور دي.
هر انسان د خپل ژوند په اوږدو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېدی شي چې په یواځې ځان نه شي کولی چې ټولې ستوتزې حل او بریالی شي.
کورنۍ، ملګري، ګاونډیان او حتی په ځینو مواردو کې اجنبیان هم کولی شي د نورو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
دا فکر کول غلط دي چې موږ هېڅکله ستونزو سره نه مخ کېږو او د نورو خلکو مرستې ته اړتیا نه لرو، ځکه چې موږ انسانان دومره توان نه لرو چې ټولې ستونزې په خپله حل کړو.
له اړمنو سره مرسته کول په حقیقت کې د خپل ځان سره مرسته کول دي ځکه چې موږ به د خپلو ښو او بدو عملونو پایله خامخا ګورو او زموږ مرسته به موږ ته د خدای رضا او خوښي را په برخه او زموږ په ژوند کې به برکت واچوي
Posted in لنډې لیکنې