په ټولو هېوادونو او انساني ټولنو کې یووالي، انسجام او پیوستون د ملي ، اسلامي اهدافو او نظریاتو د ترلاسه کولو لپاره د اختلافاتو، شخړو، بغاوتونو او کرکې د مخنیوي په برخه کې ګډو فعالیتونو ته لار هواروي.
بې له شکه ملي یووالي او ټولنیز پیوستون هم د سیاسي او ټولنیز واک ستنې ګڼل کیږي ځکه چې د خلکو غبرګونونه د ملي او عامه ګټو د دفاع لپاره د دوی اراده څرګندوي.
افغاني ټولنه یو ځانګړی ټولنیز، کلتوري هویت او یو ځلانده تمدني تاریخ لري، نو د اسلام په منلو سره یې اسلامي کلتور هم منلی دی.
په داسې یو حالت کې چې د افغانانو دښمنان د ټولنې د امنیت او یووالي د کمزوري کولو لپاره له هرې لارې کار اخلي ملي یووالی د ننګونو او دسیسو د بریالي کولو لپاره د کیلي په توګه په ځانګړي ډول مهم شوی دی.
په دې برخه کې نه یواځې حکومتونه د هیواد د اصلي واکمنانو په توګه، بلکې د ټولنې ټولې برخې هم مسؤلیت لري چې د یووالي رسۍ په نیولو سره خنډونه لرې کړي
په ټولنو کې د تاوتریخوالي او توپیرونو یو له اصلي دلیلونو څخه اقتصادي او ټولنیزې نابرابرۍ دي،له همدې امله حکومت او خیریه ټولنې باید د مختلفو سیمو متوازن پرمختګ اقتصادي وضعیت ښه والي ته پاملرنه وکړي.
ملي یووالی نه یواځې یوه اړتیا ده، بلکې د ټولنې د ټولو برخو لپاره یو ګډ مسؤلیت هم دی.
د موجوده ګواښونو او ننګونو په پام کې نیولو سره د ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره د اغېزمنو ګامونو پورته کول حتمي دي.
له بلې خوا اصلي مسؤلیت د واکمنانو علماؤ او مخورو مشرانو په غاړه دی چې په هېواد کې د ملي وحدت په چوکاټ کې د امن خوشګواره ژوند فضا رامنځته کړي.
که حکومتونه او د ټولنې ټولې برخې د ملي یووالي اهمیت درک کړي او مضبوط ګامونه پورته کړي نو افغانستان په سیمه او حتی په نړیواله کچه د قومي ډلو ترمنځ د سوله ایز ګډ ژوند او یووالي د یوې بریالۍ نمونې په توګه وړاندې شي.