ملګري د انسان په شخصیت، دنیوي او اخروي چارو کې لوی رول لري.
د ښو او نېکو ملګرو درلودل د الله تعالی ستره پېرزوینه ده.
د ژوند په مختلفو پړاونو کې سړی د رنکارنګ خلکو مخ کېږي، خو د هر انسان شخصیت د هغه د ملګرو څخه معلومولی شو.
بد ملګري د انسان لپاره د ابدي عذابو سرچینه ده.
د ښو ملګرو پیدا کول او د هغوی ساتل لوی زړه او هنر غواړي.
که مونږ د ملګرو عیبونو پسې وګرځو نو ټول عمر به بې ملکري پاتي شو، هېڅ انسان د عیب څخه خالي نه دی نو په ځینو مسائلو به سترګې پټوې او د اصلاح لپاره به یې په غیر مسقیم ډول کار کوې تر څو ملګری له لاسه ورنه کړې.
د اسلام په مبارک دین کې د ښو ملګرو په درلودلو د هغوی په ساتنه ډېر تاکید شوی.
نو په کار ده چې د دنیوي او ابدي ژوند د روښانه ساتلو لپاره غوره ملګري انتخاب کړو
Posted in لنډې لیکنې