ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

موټی خاورې د وطن به پرې ور نه کړم که په سر د ځمکې هر وطن ختن شي.

اکتوبر 21, 2025

موټی خاورې د وطن به پرې ور نه کړم
که په سر د ځمکې هر وطن ختن شي.

وطن داسې نعمت دی چې نه یې د عظمت د بیانولو لپاره کلیمې کافي دي او نه هم زموږخبرې او لیکنې یې احاطه کولی شي.
مګر موږ یقیناً کولی شو د خپلو هڅو او عملونو له لارې د هغې سره د خپلې مینې عملي انځور وړاندې کړو، ځکه چې وطن زموږ سره یو امانت دی، چې ساتنه یې زموږ د ژوند تر پایه پورې په موږ واجب نه بلکې فرض عین ده.
موږ باید د دې وطن حقونه او هغه مسؤلیتونه پوره کړو چې زموږ په وړاندې یې په موږ فرض دي.
د وطن دفاع یو لوی عزت او مبارک پیغمبرانه عمل دی.
د وطن د امنیت او ارامۍ لپاره نن ورځ، موږ باید په هره برخه کې له خپل وطن څخه دفاع وکړو، ځکه چې الله تعالی موږ ته د آسیا زړه له نعمتونو ډک راکړی دی.
زموږ یووالي، ځواک، له وطن سره ریښتینې مینه، د هغه د واکمنانو اطاعت، دا ټول په ګډه د دوښمن پلانونه شنډوي او په وطن کې ثبات، سوله، ارامي او سوکالي راولي.

ای مخلصو وطنوالو! په اوسنيو شرائطو کې موږ باید سره د خپلو ملي نوامیسو د ساتلو پخاطر یو ځای شو او دا زموږ لپاره فرض ده چې د دې بهادرو ساتونکو څخه مننه وکړو چې د دې وطن د سولې او نظم ساتونکي دي.
په آخر کې یو ځل بیا د پاکستان لخوا د ګران هېواد د حریم نقض او پوځي عملیات په کلکه غندم او د خپل هېواد د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یم.

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af