ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

مینه،محبت او پاملرنه

سپتمبر 29, 2025

انسانان د مینې،محبت او پاملرنې وږي دي. مینه،محبت او پاملرنه زړونو ته ژوند او انسان خوشحاله او سوکاله کوي. مینه هغه جذبه ده چې د والدینو او اولادونو په زړونو مساوي اغیزه کوي.

د ماشومانو په پالنه کې مینه،محبت او پاملرنه د والدینو او اولادنو ترمنځ د اړیکو په ساتلو کې خورا مهم او کلیدي رول لوبوي. غوره اړیکه هغه ده چې د مینې پر بنسټ وي، ځکه چې دا یوه طبیعي لار ده او نورې ټولې لارې چې په جوړجاړیو، غیر طبیعي او اکثره یې د ګټو په بنیاد ولاړې وي.

د ماشومانو تر ټولو متحرکه او طبيعي اړتيا د مينې، محبت او پاملرنې ترلاسه کول دي.

مور او پلار د ماشومانو لومړني ساتونکي او ښوونکي دي، نو لازمه ده چې د ماشومانو دې طبيعي اړتيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دا هغه اړتیا ده چې د دوی د روزنې اساس او بنسټ جوړوي، نو د دې اړتیا پوره کول د سیال او طبیعي خوندیتوب لامل او وسیله ده

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af