د “مېرټ” له کلیمې سره به اشنا یې، د مېرټ کلیمه د وړتیا او جوهر په مانا ده، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې هر چا ته د وړتیا په بنسټ دنده ورکول کېږي.
که هدف يوازې دنده وي، نو تاسې به ټول عمر مامور پاتې شئ او هېڅکله به رهبر نه شئ.
ما داسې خلک لیدلي دي چې د لوړو زده کړو سره سره په ټولنه کې یو کس هم نه شي رهبري ورکولی، او داسې خلک مې هم لیدلي چې لږ لوستي وي خو ټولنه رهبري کوي. هغه څوک چې د ژوند د بریالیتوب سره خبرې اترې کوي، هغوی پوهیږي چې ماتې او بې ثباتي څه مانا؟
زه باور لرم چې له بریالیتوب څخه هغه وخت خوند اخیستی شئ چې تاسې د ناکامۍ مالګه وڅکئ. نو په کار ده چې هر انسان ته د هغه د استعداد سره سم ځای ورکړل شي، په پایله کې به هر وګړی د مساوي حقوقو احساس او باور ولري او د یوې هوسا ټولنې ترڅنګ به یو سوکاله، آباده او سمسور چاپیریال خاوندان شو.
Posted in لنډې لیکنې