ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

نشه لعنت دي

سپتمبر 29, 2025

زموږ په ټولنه کې د نشه یي توکو د زیاتېدونکي تمایل او رواني ستونزو سره مخامخ کېدل د جدي خطر څخه خالي نه دي.

د نشه یي توکو نشه یوه داسې لعنت ده چې د ارامۍ د فریب سره پیل او د ژوند د تباهۍ په پایله کې ختمېږي.

ټوله نړۍ د نشه یي توکو د وحشتناکه زهر په محاصره کې ده.

نوی نسل د خپل روښانه راتلونکي څخه بې پروا په چټکۍ سره دې زهرو ته د کورنۍ او ټولنې د بې پروائي له امله مخه کړې.

د نشه یي توکو عادت یوه خطرناکه ناروغي ده چې انسان او د هغه کورنۍ، ټولنه او هېواد ته تباهي رسوي.

د هر قوم لپاره اصلي قوت د هغوی ځوانان وي، د نوي نسل جذبې یواځې د یوه قوم د پراختیا لپاره نه بلکې د هېواد د دفاع لپاره هم مهم دی.

دا ځوانان دي چې د سرحدونو په اوږدو کې شپه او ورځ د خپل هېواد د ملي حاکمیت ساتنه کوي.

د هېواد ازادي او خودمختاري د نوي نسل له برکته ممکنه کیږي.

که نوی نسل متحد او هوښیار وي نو د دوښمنانو ناپاکې ارادې به هېڅکله نه عملي او نه به ځای شي.

له یوې خوا په ټوله نړۍ کې د نشه یي توکو خلاف پراخه مبارزه روانه ده او هڅه کېږي چې نړۍ له هر ډول نشه یي توکو پاکه شي او ځوانان له بشپړې تباهۍ څخه وساتل شي او له بلې خوا د نشه یي توکو مافیا نوی نسل د تباهۍ لور ته روان کړیدی.

د هر نېک کار اقدام وخت ته اړتیا نه لري بلکې عملي ګامونه او با احساسه مبارزه غواړي.

کوشش وکړئ چې ددې بدمرغې ناروغۍ د مخ نوي لپاره په خپل چاپېریال کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړئ

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af