ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

نظم

سپتمبر 29, 2025

د یوې ادارې په چوکاټ کې نظم د انسان په ژوند کې د کامیابۍ او ثبات لامل ګڼل کېږي.

که چېرته منظم چاپیریال نه وي نو هلته ګډوډي رامنځته کېږي او کله ناکله د ناسمو پایلو سبب ګرځي.

په نړۍ کې هر څه د یو څه اصولو یا قواعدو په رڼا کې ترسره کېږي، که چیرې په دې سیستم کې ګډوډي راشي، نو د انسان ورځنی ژوند ټکنی او ګډوډیږي، که د کور چاپیریال ګډوډ وي ماشومان کله ناکله په غلطه لاره ځي چې بلاخره د کورنۍ او د ټولنې لپاره لوی سر درد شي.

تاسې وګورئ ځمکه،آسمان، سپوږمۍ او لمر د یو او بل سیستم ترڅنګ د یو نظام په شکل روان دي او د طبیعت د حکمونو په اطاعت کولو سره نورو ته ګټه رسوي، لکه د راختلو ښکلا، د لمر د غروب فضا، چې له امله يې د شپې او ورځې راتلل د هرچا لپاره يو ټاکلی وخت دی.

نو په کار ده چې په ورځني چارو کې په قوت او وحدت سره په منظم ډول نورو ته لارښوونه او ګټه ورسوئ

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af