ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

نوبل څوک وه؟ د” مرگ سوادگر” یا د سولی سفیر

سپتمبر 29, 2025

الفرد برنهارد نوبل د ۱۸۳۳ کال د اکتوبر په ۲۱ نیټه په سویدن کی نړی ته راغی او د ۱۸۹۶ کال د ډسمبر په ۱۰ نیټه د ۶۳ کلونو په عمر وفات شو.

نوبل ۳۵۵ اختراعی درلودی چه زیادتره یی د منفجره موادو او سلاحو په برخه کی وی. نوبل په کال ۱۸۶۷ کی ډینامیټ اختراع کړ.

د نوبل پلار په ۱۸۳۷ کال کی روسیه ته ولاړ او د کریمیا د جګړی وخت کی یی د وسلی جوړولو ډیره لویه فابریکه جوړه کړه چی تجارت یی شه وه. ولی د جګړی د پای ته رسیدو سره یی فابریکه سقوط شوه.

په کال ۱۸۸۸ کی د نوبل ورور لودیگ مړ شو او یو شمیر ورځپاڼو یی د مرگ خبر یی نشر کړ. یوه فرانسوی ورځپانی لیکلی وه:

“د مرګ سوداگر مړ شو”

نوبل ددی خبر په لوستلو سره ډیر وویرید او وارخطا شو او له همغی وخت څخه یی هوډ وکړ چی داسی کار وکړی چی خپله توره ماضی پاکه او شه نوم له ځانه پریږدی.

همهغه وه چی د نوبل د بنسټ د جوړلو وصیت یی وکړ او خپله ۹۴ سلنه سرمایه یی دغه بنسټ ته وقف کړه.

نوبل وصیت وکړ چی هغو پوهانو او وړ کسانو ته چی د بشریت د سوکالی لپاره ستر علمی او ټولنیز خدمتونه کوی؛ مډال،‌ تصدیق پاڼه او نقدی پیسی وړکړی.

له همدی امله هر کال د نړی سترو پوهانو او ټولنیزو خدمتکونکو ته چی په علمی او ټولنیزو چارو کی یی د کیمیا، فزیک، ادبیاتو، سولی، فزیالوژی او طب برخه کی د بشریت لپاره مهم او ارزښمند کارونه کړی وی د نوبل جایزه ورکوی.

نوبل په ۱۸۶۷ کال کی ډینامیت چی یوه منفجره ماده ده اختراع کړه.

هر کال د نوبل د جایزی د گټونکو نومونه د اکتوبر په میاشت کی اعلان کیږی او جایزه د ډسمبر د میاشتی په ۱۰ نیټه چی د نوبل د وفات ورځ ده د ځانګړی مراسمو په ترڅ کی په رسمی بڼه ورکول کیږی.

نوبل د جایزی لومړنی ګټونکی د نړیوال سره صلیب بنسټ ایښودونکی، ژان هنری دونانت وه.

فزیک کی د نوبل د جایزی لومړنی ګټونکی د ایکس وړانګی مخترع جرمنی پوهان رونتګن وه.

پولنډی الاصله فرانسوی پوهانهو ماری کیوری لومړنی میرمن وه چی دوه ځله د نوبل د جایزی ګټونکی وه.

نوبل چی تر مرګه مخکی یی د سلاجوړولو شاوخوا ۹۰ فابریکی جوړی کړی وی، د زړه ناروغی درلوده او د ۱۸۹۶ کال د ډسمبر په ۱۰ نیټه په ایټالیا کی دمغزی سکتی له امله وفات او په ستکهلم – سویدن کی خاورو ته وسپارل شو.

جورج مکلاورن لومړی تور پوستی ؤ چې په کال 1948 کې اوکلاهوما په پوهنتون کې یې نوم لیکنه وکړه.

هغه اړ شو چې له سپين پوستو لرې په يوه کونج کې کښېني او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د سره له ډېرو ناخوالو او زحمتونو د هغه نوم د پوهنتون د درې غوره محصلینو په کتار کې راغی .

مکلاورن په خپل یاداشت کې لیکلي : ځینو ټولګی والو ماته داسې کتل لکه زه چې یو حیوان یم، هیچا راسره یوه خبره هم نه کوله، استاد به چې کله ټولګی ته راغی نو حتا زما دپوښتنې ځواب یې هم نه راکاوه

خو ما خپل ځان د علم د حاصلولو لپاره دومره وقف کړ چې وروسته یې د دوی پوښتنو ته د ځوابونو او توضیحاتو لپاره ما ته کتل پیل کړل

#یقینا د نړۍ د بدلولو یوازینۍ وسله تعلیم دی”

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af