وطن سره مینه د ایمان برخه ده
وطن هغه ځای یا خاورې ته ویل کېږي چې انسان په کې زیږیدلی وي، لوی شوی وي، زده کړې په کې کړي وي، عزیزان او خپلوان یې په کې اوسېږي، ترخې او خوږې خاطرې یې په کې تړلې وي.
انسانان په طبیعي ډول د خپل هېواد ځمکه، ګلونه او کوڅې او بازارونه خوښوي. دې طبیعي تړاو ته وطن پالنه ویل کېږي.
د کامل ايمان تقاضا داده چې د اسلامي،ملي او کلتوري ارزښتونو د تحقق لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
په کار ده چې د وطن د آبادۍ، سرسبزۍ، ترقۍ او سرلوړۍ په خاطر خپلې شخصي ګټې قربان او پوره صداقت او ایماندارۍ خپله دنده ترسره کړو.
Posted in لنډې لیکنې