ځوانان د هرې کورنۍ، ملت او ټولنې ستوري دي چې په تیارو کې ځلیږي او لاره روښانه کوي.
ځوانان کولی شي چې په پوره قوت او وحدت سره د یو ملت تقدیر بدل کړي.
الله تعالی انسان ته بې شمېره صفات، وړتیاوې، صلاحیتونه، طاقت او کرشمې ورکړي دي.
همداراز زده کړې د هر ځوان اساسي حق دی، که نن موږ د خپل ملت ځوانان له حقایقو خبر کړو، سبا به د حق لار د هغوی مسیر او د بدلون په مرکز به بدل شو.
که د نننۍ نړۍ جوړوښت او پرمختګ وڅېړو، نو د دې واقعیت تر شا د ښوونې او روزنې د عناصرو د افرادو لوی لاس نه شو هېرولی.
نو د ښوونې او روزنې په ګاڼه سنبال ځوانان د پرمختګ رازونه ښکاره کوي او د ملت راتلونکي نسل ته روښانه لار ښائي.
پکار ده چې د وخت د ارزښت، سخت کار او د مسؤلیت په احساس کولو سره د پرمختګ، ترقۍ ،آبادۍ او سرسبزۍ په لور اوچت او ګړندي ګامونه واخلو
Posted in لنډې لیکنې