ځوانان د هر ملت ارزښتناکه سرمایه ده، په ټولنه کې د ځوانانو رول خورا مهم دی، ځوانان د خپلې ټولنې روښانه آیېنه ده او د ټولنې د پرمختګ لویه پانګه ده.
ځوانان د یوې ښې او پیاوړې ټولنې جوړونکي دي.
که د ځوانانو ذهنونه ګمراه شي، ټوله ټولنه به ګمراه شي.
که ځوانانو ته د هغوی د وړتیا مطابق د کار زمینه او شرائط برابر نه شي نو د هغې ټولنې پرمختګ، آبادي او فکري تکامل به ناممکنه شي.
اوس مهال زمونږ ځوانان د سختو ستونزو سره مخ دي، د دغو ستونزو حل خورا اړین دی.
ښوونه او روزنه ددغو ستونزو په سر کې ده، ښوونیز بنسټونه د ځوانانو په ښوونه او روزنه کې خورا مهم رول لوبوي، علمي احیا او د ملي ارزښتونو فکري چاپیریال د تعلیمي بنسټونو د بقا تضمین دی.
پوهنه هغه وسله ده چې په وسیله یې بې روزګاري، جهالت، بې عدالتي، ترهګري او ظلم له منځه ځي او نړۍ د سولې په ګاڼه بدلولی شي.
د نړۍ پرمختللی هېوادونه د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ، ثبات او سولې لپاره د خپلو ځوانانو ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه کوي او ددوی د ستونزو د هواري لپاره ځانګړي اقدامات کوي، ځکه که ځوانان له سمې لارې څخه انحراف وکړي د ټولنې د بې ثباتۍ او تباهۍ سبب کیږي.