د همکارانو د ښې کارکرده ګۍ ستاینه خورا مهم او د لا قوت او مسؤلیت باعث ګرځي.
ښه مدیران تل د همکارانو هڅولو لپاره مختلفې لارې په پام کې نیسي ، ځینې خلک معنویت ته ارزښت ورکوي هغوی باید په معنوي لحاظ تقدیر شي او هغه کارمندان چې مادیاتو ته ارزښت ورکوي په مادي لحاظ دې تقدیر شي.
د مدیریت تر ټولو مهم اصل ستاینه او هڅونه ده ځکه چې دا یو متقابل غبرګون لري.
د کارمندانو هڅول نن ورځ خورا مهم شوي.
موږ باید پوه شو چې هرڅوک ممکن په هغه وخت کې هڅونې ته ځانګړې اړتیا ولري چې له بل څخه په کارنو کې سالم توپیر لري.
ستاینه او هڅونه د سالم رقابت او د یو بل منلو د اصل لپاره زمینه برابروي
Posted in لنډې لیکنې