ښځه د خاوند لپاره د امن او سکون زانګو ده، نېکه ښځه د خاوند لپاره د الله تعالی لوی نعمت دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی چې د دنیا تر ټولو غوره شتمني ښځه ده. ښځه د سړي لپاره قیمتي ډالۍ ده، د کایناتو د خالق تر ټولو قیمتي او نادره ډالۍ ده چې د خاوند د مینې او غم لپاره پیدا شوې ده.
له همدې امله دواړه د یو بل د حقوقو پابند شوي دي، ترڅو دواړه د دردونو، آرامۍ او خوښۍ په ویشلو سره د ژوند ټولې مرحلې په خوشګواره فضأ کې تېرې او حل کړي.
Posted in لنډې لیکنې