لکه څنګه چې د یو شخص ظاهر د ډېرو فضیلتونو او نیمګړتیاؤ ترکیب دی، په ورته ډول، د یو شخص باطن هم د خیر او شر ترکیب دی.
باعزته فزیکي حرکتونه او حالتونه، د خبرو نرم ډول، پاکې جامې، په ښه توګه پرې شوي ویښتان، پاک نوکان او غاښونه، په بدن باندې د خاورې نشتوالی او ډېری نور شیان د یو شخص ظاهري بڼه ښه کوي.
همداراز قسم خوړل، فحش ژبه، دروغ، غیبت، سپکاوی، چغې وهل، غلا کول او بې عدالتي کول زموږ ظاهري او باطني شخصیت خرابوي .
په همدې ډول د انسانانو په وړاندې د خواخوږۍ او ښه نیت احساسات، د هغوی لپاره مینه، عاجزي او اخلاص زموږ باطن روښانه کوي.
حسد، کرکه او منافقت زموږ باطن پاکه فضأ نه پاکه کوي.
د باطن ښه او بد هم په ظاهري بڼه اغېزه کوي.
د مثال په توګه، که په زړه کې نرمښت وي، نو د هغې خوږوالی به هم په ژبه راشي.
یو له هغو ځانګړتیاؤ څخه چې زموږ باطن نا پاکه کوي، غرور دی.
مثلاً یو څوک ټیټ او بې ارزښته ګڼو خو ځان د دوی څخه غوره او لوړ ګڼو مطلقاً غرور او تکبر دی.
په دې کې شک نشته چې ټول خلک د شتمنۍ، فقر، ناروغۍ او روغتیا، پرمختګ، ناکامۍ، بریالیتوب، ضعف، ځواک، کمزورۍ، ځوانۍ او نورو مسائلو له پلوه مساوي نه دي.
بلکه د دوی ترمنځ توپیرونه شتون لري.
نو په کار ده چې مونږ باید له نورو څخه ځانونه لوړ او غوره ونه ګڼو او عاجزي اختیار کړو تر څو د خلکو په زړونو کې د مینې او محبت خوشګواره فضأ او درنښت رامنځته شي.