ام سافت تکنالوژی

0 %
الحاج ډاکټر وحیدالله تړون
د خپل ژوند کتاب دومره ښکلې کړئ چې ټولې پاڼې یې د راتلونکي نسل لپاره د مینې، محبت، یووالي او درنښت هڅوونکي پیغامونه او لارښوونې ولري
  • استوګنځی:
    افغانستان
  • ښار:
    ننګرهار
  • عمر:
    40
پښتو
English
اردو
دری

د څلوېښتم کال ړومبی کالم!

سپتمبر 29, 2025

په اوسني عصر کې ملي ګټو پاملرنه د نظام د اساسي کارونو له جملې څخه ګڼل کېږي.

د ملي ګټو مختلف برداشتونه د سیاسي سازمانونو او خوځښتونو ترمنځ د بنسټیزو اختلافاتو ریښه بیانوي.

د ملي ګټو یو جامع او بشپړ تعریف چې مطلقاً د ټولو لپاره د منلو وړ وي او هېڅ ډول ملاحظات ونه لري یوه ستونزمنه دنده ده.

ځکه چې ځینې خلک د خپلو سیاسي او ټولنیزو دریځونو له مخې د ملي ګټو جلا جلا تعریفونه لري.

د بېلګې په توګه د جمهوریت په دور کې اقتصادي مرستې او د امریکا او ناټو متحدینو پوځي شتون د نظام د دفاع او پیاوړتیا او له تروریزم سره د مبارزې لپاره د ملي ګټو د دفاع په سر کې ځای درلود خو بر عکس بیا د طالبانو تحریک لپاره اقتصادي مرستې او د امریکا او ناټو متحدینو پوځي شتون د پوځي اشغال حکم درلود او د اشغال پای ته رسول د ملي ګټو د تعریف په سر کې ځای درلود.

هغه څه چې په دې مباحثه کې محوري مقام لري د ملي اصطلاح تعریف دی ځکه چې “ګټې” زموږ د برداشت پورې اړه لري.

یو شمېر فعالین او سیاسي ګوندونه او سازمانونه شته چې د “افغان ملت” په موجودیت باور نه لري.

د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې د واحد ملت په موجودیت باور نه لري ملي ګټې هم شتون نه لري او هغه څه چې شتون لري قومي او سمتي ګټې دي.

ملي ګټې او حاکمیت په افغانستان کې ملت پورې اړه لري چې پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یي، نورستاني، ایماق، عرب، قرغېز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دی.

د هېوادونو ملي ګټې که څه هم په ټوله کې د ټولنې او هېواد عامه ګټې په نظر کې نیسي خو له بلې خوا د حاکم سیاسي نظام له ډول سره هم تړاو لري.

ملي ګټې له هر څه وړاندې ملي تفکر ته اړتیا لري.

ملي ګټې د اهمیت له مخې په درېیو کټګوریو ویشل کېږي

۱: حیاتي ګټې: هغه ګټې چې د یو دولت له موجودیت سره تړاو لري او په هېڅ وجه د مذاکرې وړ نه دي.

۲: مهمې ګټې: هغه ګټې چې دولتونه د هغوی د ساتنې او صیانت لپاره په مذاکراتو کې هڅه کوي.

۳: حاشیوي ګټې: هغه ګټې چې یوازې د یو دولت د چنه وهلو د ځواک د لوړولو لپاره په مذاکراتو کې رامنځته کېږي او د سترګو پټولو وړ دي.

له دې امله په ملي ګټو کې د تعریف په اړه مهم عناصر چې په ډېرو تعریفونو کې یاد شوي دي په لاندې ډول دي دینې ارزښتونه، ارضي تمامیت حاکمیت، خپلواکي، ملي امنیت، سیاسي،اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي ارزښتونه، د هېواد د دفاعي ځواک لوړول او ساتنه او داسې نورو ارزښتونو ساتنه.

له بده مرغه په افغانستان کې څلورو لسیزې جګړه او بحران، سیاسي بدلونونه او په هېواد کې د سیاسي نظامونو پرله پسې بدلون ملي ارزښتونه هم بدل او د خطر سره مخ کړي.

د بهرنیو ځواکونو دوه ځله اشغال او شتون او د هغوی پایلې، د نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو مداخله په افغانستان کې، د مرستندویه هېوادونو سره امنیتي او اقتصادي تړونونه د هېواد ملي ګټې په شدت سره د بهرنیو هېوادونو ګټو پورې تړلي وې.

نو د افغانستان د حکومت ته په کار ده چې د پورته عواملو په نظر کې نیولو سره د ملي ګټو د ساتنې لپاره مضبوط ګامونه اوچت کړي او هغه مغرضې کړۍ چې ملي ګټې ترسوال لاندې راوړي د هغوی د اصلاح لپاره ځانګړې داخلي او بهرني پالیسي په جوړو سره خپل تاریخي مسؤلیت په ښه ډول ادأ کړي

Posted in لنډې لیکنې
© ۲۰۲۵ ټول مادي او فکري حقونه د ډاکټر وحیدالله تړون ویب پاڼې لپاره خوندي دي، چې د ام سافت ټکنالوژۍ لخوا رامینځته شوې ده.
ایمل: info@msoft.af