د کورنۍ په ځانګړي توګه مور مسؤلیت دی چې خپلو ماشومانو ته له کوچنيوالي څخه د مدني مسؤلیتونو په اړه روزنه ورکړي.
د خپلې خوښې په محور ګرځېدل، پرته له کوم قواعدو د خپلې خوښې او ناخوښې سره سم ژوند کول، یو غیر انساني چلند دی چې ژوند د ګډوډۍ او بې نظمۍ په لور بیایي.
برعکس، د قواعدو او اصولو سره سم ژوند کول د نظم، ثبات ادارې سبب ګرځي.
قوانین د یو فرد دندې او مسؤلیتونه تعریفوي او یو باثباته چاپېریال رامنځته کوي.
قوانین د افرادو، کورنیو او چاپیریال ترمنځ د منظمو اړیکو اساس جوړوي کوم چې د یو غوره شخص، غوره کور او غوره ټولنې په جوړولو کې مرسته کوي.
د قوانینو اطاعت یوه مهمه دنده ده.
د قوانینو اطاعت صبر، زغم او حوصلې ته وده ورکوي.
هېواد کې د نظم د ټینګښت لپاره قوانین جوړیږي. هرڅوک باید پوه شي چې د قانون پرته ژوند د ګډوډۍ سبب ګرځي او په شخصي ژوند هم اغیزه کوي د خپل ژوند د تنظیمولو لپاره مهمه ده چې قواعد تعقیب کړئ.
قوانینو او اصولو په مراعات کولو کې مېرمنې ځانګړی رول لري چې خپلو ماشومانو ته له کوچنيوالي څخه د قوانینو پابندۍ ورزده کړئ او ټولنې ته سالم اشخاص وړاندې کړي