ملي مسائل د ټولنیز واقعیت په توګه په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او حقوقي اړخونو کې لوړ بهرني جذابیت لري او په ټولنیزو مسائلو د نفوذ کولو لوی داخلي ظرفیت لري.
له بده مرغه د ثور د انقلاب څخه تر دې دمه زمونږ ملي ارزښتونه د ځینو مغرضو اشخاصو او ډلګیو لخوا ننګول شوي.
سیاسي، اقتصادي، فرهنګي،ټولنیزې، قامي، مذهبي او ژبني تبعیضونه په ډېرو هېوادونو کې شتون لري خو په ملي مسائلو کې بیا ټول سره همغږي وي او په یوه تغر راټولېږي.
د افغانستان دکرېکټ ملي لوبډله یو قام پورې اړه نه لري بلکې دا د ټول افغانستان نماینده ګي کوي او په کم وخت یې بلا ویاړونه او خوشحالۍ خپل زورېدلي ملت ته وربښلي
Posted in لنډې لیکنې